د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د چنګاښ ۲۷ – د ۸ بجو خبرونه

د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ له لنډمهالي سقوط یوه ورځ وروسته، د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان وایي، چې امنیتي وضعیت بېرته عادي شوی او طالب ځواکونه د ولسوالۍ په امنیتي پوستو کې ځای پر ځای شوي دي.

هم‌مهاله، د بدخشان د خلکو پخوانۍ استازې، فوزیه کوفي ویلي چې طالبانو د یفتل پایین ولسوالۍ د لنډمهالي سقوط په تړاو، د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو نیول پیل کړي دي. له بلې خوا، د طالبانو د پوځ لوی درستیز هم له مرستندویو ځواکونو سره دې ولسوالۍ ته تللی دی.

له بلې خوا، د بدخشان د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، چې « د وطن سرتېرو جبهې» ځواکونو پرون د دوو ساعتونو لپاره د یفتل پایین ولسوالۍ اداره په خپل واک کې لرله.