د امریکا متحدو ایالتونو او ایران وروسته له هغې خپل متقابل پوځي بریدونه په لنډمهالي ډول ودرول، چې دواړو هېوادونو قطر ته د خپلو پلاوو د لېږلو اعلان وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایراني لوري د خبرو غوښتنه کړې او د دوی ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او جېریډ کوشنر د همدې موخې لپاره قطر ته روان شوي دي.
خو بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د امریکا سره هر ډول مستقیمې خبرې رد کړې او ویې ویل چې د دوی پلاوی یوازې له قطري منځګړو سره د کنګل شویو پیسو پر سر غږېږي.
دا سفارتي هڅې وروسته له هغې تېزېږي چې په هرمز تنګي کې د تېلو د لېږد پر سر تر څلورو ورځو نښتې وروسته، دواړو غاړو د دوشنبې په ورځ خپل بریدونه ودرول.
د راپورونو له مخې، قطر چمتو دی چې د دغه منځمهالي هوکړې د یوې برخې په توګه د ایران ۶ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمني ازاده کړي، ترڅو ایران پرې د خپلو خلکو لپاره خوراکي توکي واخلي.
په ورته وخت کې د لبنان ولسمشر جوزیف عون ویلي، چې دوی غواړي د اسرائیل سره د شوې هوکړې له مخې خپل پوځيان سویلې پولې ته ولېږي، خو حزبالله ډلې دغه پرېکړه رد کړې ده.
