د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د طالبانو د حکومت یوه پنځه کسیز پلاوي ته یې د اروپايي ټولنې په یوه غونډه کې د ګډون لپاره ویزې صادرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، دغه پلاوی به د کډوالۍ او افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو اړوند په تخنیکي غونډه کې ګډون وکړي.
ویل کېږي چې د پلاوي مشري د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوي او ټاکل شوې چې نن سېشنبې د جون په ۲۳مه، له ترکیې څخه د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته سفر وکړي.
د طالبانو حکومت تر اوسه اروپا ته د خپلو استازو د سفر او د یادې غونډې د اجنډا په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.
دا له ۲۰۲۱ کال وروسته، چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل، لومړی ځل دی چې اروپايي ټولنه د دوی د حکومت د استازو کوربتوب کوي.
اروپايي کمیسیون ویلي چې دا غونډه تخنیکي بڼه لري او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.
