افغانستان

د افغان کرکټ د بنسټګر نسل د اتل مړینه؛ شاپور ځدراڼ وفات شو

انځور دکرکیټ نړیوالې شورا څخه

د افغانستان د کرکټ د لومړني او تاریخي نسل ځلانده ستوری، شاپور ځدراڼ د هغې نادره ناروغۍ له امله چې له امله یې په هند کې بستر و، له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

د هغه مړینې په هېواد کې دننه او بهر د افغان کرکټ په زرګونو مینه وال، لوبغاړي او رسنۍ د ویر په ټغر کښېنولې او داسې احساس کېږي چې د افغان کرکټ د یوې نه هېرېدونکې دورې تر ټولو مهمه پاڼه وتړل شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د افغان ملي لوبډلې د پخواني او نامتو لوبغاړي شاپور ځدراڼ د مړینې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه یې د هېواد د سپورټي تاریخ لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بللې ده.

شاپور ځدراڼ د افغان کرکټ د بنسټ اېښودونکو لوبغاړو له ډلې څخه یو ځانګړی ستوری و، چې ژمنتیا، تعهد او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو یې په هېواد کې د دغې لوبې په وده او نړیوال کېدو کې بې‌ساری رول لوبولی دی.

د کرکټ بورډ لخوا په خپره شوې رسمي اعلامیه کې راغلي، شاپور د هغو ویاړلو لوبغاړو څخه و چې د افغانستان د کرکټ د راولاړېدو لپاره یې خپل ژوند وقف کړ او د هغو پلونو په رغونه کې یې مرسته وکړه چې افغان کرکټ یې ننني نړیوال پړاو ته ورساوه.

شاپورجان د خپل ټول مسلک په اوږدو کې د هېواد بیرغ ته په عزت، زړورتیا او ویاړ سره خدمت وکړ او د ملي لوبډلې په خدمت کې د هغه تاریخي هڅې به هېڅکله هېرې نشي.

له شک پرته د لوبو له نړۍ ورهاخوا هم شاپور ځدراڼ د ډېری افغان ځوان لوبغاړو او په ټوله نړۍ کې د کرکټ د میلیونونو مینه والو لپاره د الهام یوه رښتنې سرچینه وه.

د هغه د مبارزې روحیې، لوړ هوډ او له پاکې خاورې سره بې‌پایه مینې یو پوره نسل وهڅاوه ترڅو لوی خوبونه وګوري او د هېواد د کرکټ پر روښانه راتلونکي باور ولري.

افغانستان کرکټ بورډ د ارواښاد شاپور ځدراڼ محترمې کورنۍ، ملګرو، د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو او د افغان کرکټ ټولنې ته خپله ژوره خواخوږي او تسلیت وړاندې کړی او زیاتوي چې د دغه اتل یادونه به د افغان ولس او د کرکټ نړۍ په زړونو کې تل ژوندي وي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د ارواښاد ځدراڼ د جنازې د لمانځه دقیق وخت او ځای به د نوموړي له درنې کورنۍ سره له مشورې وروسته ډېر ژر د هېوادوالو په واک کې ورکړل شي.