د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رییس، نعیمالحق حقاني د هېواد د کورنیو رسنیو له مدیرانو سره په یوه ناسته کې د «مطبوعاتو په هنداره کې حکومت» تر عنوان لاندې د یوه نوي پروګرام خبر ورکړی او له هغوی یې غوښتل چې دغه پروګرام ته «پراخ خبري پوښښ» ورکړي.
طالبانو دا ناسته په کابل کې د رسنیو له مدیرانو سره د همغږۍ تر نوم لاندې جوړه کړې وه.
نعیمالحق حقاني په دغه ناسته کې له طالبانو سره د «کورنیو رسنیو د همکارۍ» ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په ښودلو کې د رسنیو رول «مهم او اغېزناک» دی.
په دغه ناسته کې د خپلمنځي تعامل پر پیاوړتیا، د فشار د کمولو او د اطلاعاتو د رسولو د بهیر پر اسانتیا هم خبرې شوې دي.
دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې طالبانو په هېواد کې د خپلې بیاواکمنۍ له پیل راهیسې پر کورنیو رسنیو سخت سانسور لګولی او په میډیا کې یې د ښځو ګډون هم خورا محدود کړی دی.
د رپوټونو له مخې، په تېرو نږدې پنځو کلونو کې په لسګونو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپلو مسلکي فعالیتونو له امله د طالبانو لخوا نیول شوي او زنداني شوي دي.
د بشیر هاتف، شکیب نظري، حمید فرهادي، محمد رحمتي او ابوذر صارم په ګډون یو شمېر خبریالان لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز تر دې مخکې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل راپور کې ویلي وو چې په تېر یوه کال کې یې په هېواد کې د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو د نقض لږ تر لږه ۱۵۰ پېښې ثبت کړې دي.
بلخوا، د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا «نی» په جلاوطنۍ کې ویلي چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په ګډون هېڅ ډول ازادي نشته او کورنۍ رسنۍ د طالبانو تر سخت فشار لاندې د هغوی د تندلارو فعالیتونو پر توجیه کولو مجبوره شوې دي.
دغه بنسټ زیاتوي چې کورنۍ رسنۍ په ننګرهار، کونړ، پنجشېر، اندراب، بلخ او کاپیسا کې د خلکو د ځپلو خبرونه نشي خپرولی او پر ځای یې د طالبانو د چارواکو او د هغوی د غایب مشر د لیدنو کتو خبرونه په خورا «آب او تاب» سره خپروي.
