رسنۍ

«نی» له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د بندي خبریالانو په ازادولو کې مرسته وکړي

انځور د طالبانو لخوا بندي شوي خبریالان

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې ادارې«نی»، په هېواد کې د خبریالانو د نیولو وروستیو پېښو ته په غبرګون کې، په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازولۍ او اروپایي ټولنې څخه غوښتي چې له طالب چارواکو سره د خبرو له لارې د بندي خبریالانو د ازادولو لپاره لاره هواره کړي.

دغه بنسټ وروسته له هغه دا غوښتنه کوي چې په تېرو څو ورځو کې د طلوع نیوز دوه خبریالان، منصور نیازی او عمران دانش او د «پیګرد» خبري اژانس مسوول جاوید نیازی د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا مهال لږ تر لږه اوه خبریالان (بشیر هاتف، حمید فرهادي، شکیب نظري، ابوذر صارم، جاوید نیازی، عمران دانش او منصور نیازی) د طالبانو په زندانونو کې دي.

«نی» په خپله اعلامیه کې ویلي چې د خبریالانو نیول د طالبانو لپاره په یوې «ورځنۍ بڼه» بدل شوي او په تېرو پنځو کلونو کې دغه ډلې شاوخوا ۴۰۰ خبریالان زنداني کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د شمېرو له مخې، طالبانو په هرو دوو اونیو کې لږ تر لږه درې خبریالان یا د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.

دغه بنسټ زیاتوي چې طالبانو د خپلو ادعاوو برعکس هیڅ بدلون نه دی کړی او لا هم د انساني ارزښتونو پر وړاندې ولاړ دي.