په کندهار ولایت کې باخبرو سیمهییزو سرچینو تایید کړې، چې طالبانو د دوشنبې له ورځې راهیسې د دغه ولایت په ټولو دولتي ادارو او نظامي لیکو کې د کارمندانو او د غړو لخوا د ځیرکو ټلیفونونو پر کارولو بشپړ بندیز لګولی دی.
دا پرېکړه پهداسې حال کې پلي کېږي چې په هرات پوهنتون کې هم ورته بندیز لګېدلی او سرچینې وایي چې د دې کار د سرغړونې په صورت کې کارمندانو ته د نظامي محکمې ګواښ شوی دی.
د سرچینو په وینا، دا لارښوونه په رسمي ډول عملي شوې او ټول ملکي کارمندان او د طالبانو نظامي منسوبین اړ کړل شوي چې د پرمختللو ټلیفونونو پر ځای د تڼیو لرونکي (ساده) موبایلونه وکاروي.
دغو سرچینو زیاته کړې چې د دغې پرېکړې پلي کېدو ځینې دولتي ادارې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي؛ ځکه د ډېریو ادارو ورځنۍ چارې، همغږي او کاري اړیکې تر ډېره په ځیرکو ټلیفونونو او انټرنیټي اپلیکیشنونو پورې تړلې وې.
طالبانو تر اوسه پهدې اړه کوم رسمي غبرګون ندی ښودلی.
دا لومړی ځل ندی چې د طالبانو لخوا د مفاهمې پر وسایلو داسې محدودیتونه لګول کېږي.
پهدې وروستیو کې په هرات پوهنتون کې د طالبانو رئیس هدایتالله منیب هم د یکشنبې له ورځې راهیسې پوهنتون ته د هر ډول ځیرکو ټلیفونونو پر وړلو او کارولو کلک بندیز ولګاوه.
د هغه په وینا، دا پرېکړه د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده د نوي شفاهي فرمان له مخې شوې او د پوهنتون د رئیس په ګډون پر ټولو استادانو، امرینو او خدماتي کارمندانو یو ډول پلي کېږي.
تر دې وړاندې هم یو شمېر دولتي کارمندانو رسنیو ته ویلي وو، چې خبرداری ورکړل شوی او ورته ویل شوي که د ځیرکو ټلیفونونو کارولو ته دوام ورکړي، ښايي نظامي محکمې ته معرفي شي.
طالبانو په تېرو کلونو کې د معلوماتو پر لاسرسي، مېډیا او د اړیکو پر ابزارو ورته ګڼ محدودیتونه لګولي دي.
