کډوالي

پاکستان په یوه ورځ کې نږدې دوه زره افغان کډوال ایستلي دي

انځور- پاکستان څخه د ستنېدونکو کډوالو، ارشیف څخه

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر په دوام، د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون اعلان کړی چې پاکستان په تېره یوه ورځ کې ۱۸۴۰ افغان کډوال په زوره رخصت کړي دي.

ورته مهال، پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړی چې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ نږدې ۶۰۰۰ کسان خپل هېواد ته ستنول کېږي.

د دغه راپور له مخې، د پاکستان د هویت د ثبت ملي ادارې (نادرا) د نوملیکنې څانګو ته د مراجعینو ورځنۍ شمېره له ۶۰۰ یا ۷۰۰ څخه، تر ۱۲۰۰ او ۱۳۰۰ کسانو پورې لوړه شوې ده.

بلخوا، د طالبانو دغه کمېسیون ویلي چې پرون د تورخم له لارې ۱۵۶۰ تنه او د سپین بولدک او د هلمند د بهرامچې له لارو ۲۸۰ تنه هېواد ته راستانه شوي دي.

د دې ترڅنګ، یاد کمېسیون زیاته کړې چې ایران هم پرون ۶۱ تنه افغان کډوال په جبري او اختیاري توګه ایستلي دي.

د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمېسیون، چې وړاندې به یې هره ورځ د کډوالو د اخراج شمېرې خپرولې، په تېره یوه اونۍ کې یوازې د پرونۍ ورځې احصائیه خپره کړې او د روانې اونۍ د نورو شپږو ورځو د اخراج په اړه یې څه نه دي ویلي.

خو د طالبانو د بیانیو پر بنسټ راټولې شوې شمېرې ښيي چې تر دې یوه اونۍ وړاندې، پاکستان ۹۸۵۳ افغان کډوال ایستلي وو.

بل پلو ته، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې د روان زیږدیز کال د اپرېل له ۲۶مې د مۍ تر ۹مې پورې، ۱۱۴۳۲۱ تنه په جبري او اختیاري توګه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه بنسټ په خپل دوه اونیز راپور کې ویلي چې په دې موده کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۷۷۸ کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د روان کال د مۍ تر ۹مې پورې، په ټولیزه توګه ۳.۵ میلیونه افغان کډوال (چې ۴۸۷۱۲۹ کورنۍ کېږي) بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.