د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د زمری ۴ – د ۸ بجو خبرونه

په بدخشان کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په زیباک، یفتل او درایم ولسوالیو کې د طالبانو او آزادۍ جبهې ترمنځ نښتې ځای ځای، دوام لري.

د سرچینو په وینا، تېره شپه د زیباک ولسوالۍ په څو سیمو کې څو ساعته جګړه وشوه او په درایم ولسوالۍ کې هم د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

خو طالبان وایي چې په بدخشان او د دې ولایت په زیباک ولسوالۍ کې، امنیتي وضعیت په بشپړه توګه د دوی تر کنټرول لاندې دی او ادعا کوي، چې وسله‌وال مخالفین یې ځپلي دي.

بلخوا، د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې په زیباک ولسوالۍ کې یې د طالبانو ځینې پوستې او اډې نیولي دي.

طالبان او د ازادۍ جبهه، دواړه یو بل ته د مرګ‌ژوبلې د اړولو ادعاوې هم کوي.