هغه مهاجرې ښځې چې په تېرو دوو کلونو کې له پاکستانه هېواد ته راستنې شوې دي وایي، د ډاډمنې سرپناه د نشتوالي تر څنګ د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته هم لاسرسی نه لري.
د دغو ښځو درېیو تنو په هلمند او کندهار ولایتونو کې چې له امو سره خبرې کړې دي، وایي چې درملو او ډاکټر ته د نه لاسرسي ستونزې د دوئ د ژوند ګواښونه خورا زیات کړي دي.
له دغو ښځو یوه منوره ده چې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه شړل شوې او اوس په هلمند کې ژوند کوي.
نوموړې وایي چې څه باندې یو کال کېږي مېړه یې د فلج په ناروغۍ اخته شوی دی، خو د هغې په وینا په هغې سیمه کې چې دا ژوند کوي، هیڅ روغتیایي مرکز ته لاسرسی نه لري.
منوره، د هلمند اوسېدونکې، وایي: «مېړه مې فلج دی، زه نه شم کولای د هغه درملنه وکړم. زموږ حالت خورا خراب دی. هڅه کوو شپې او ورځې په مزدورۍ تېرې کړو، خو نه کېږي. زموږ شېبې خورا ترخې دي. موږ وږي او تږي یو.»
لیلا چې د پنځو وړو ماشومانو مور ده، وایي کله چې یې ماشومان ناروغه کېږي، داسې هیڅ درملنیز مرکز شتون نه لري چې مناسب خدمات وړاندې کړي.
لیلا، د هلمند اوسېدونکې، وایي: «کلینیک کله نا کله موږ ته درمل راکوي، هغه هم یو پاکټ ګولۍ، او دا یو پاکټ ګولۍ هم هیڅ اغېز نه کوي. زما ټول ماشومان وګورئ، ناروغان دي.»
په دې ترڅ کې، په کندهار کې یوه بله راستنه شوې ښځه وایي چې دوئ درملو او ډاکټر ته د کلکې اړتیا تر څنګ، نورو اړینو خدماتو لکه د څښاک پاکو اوبو او خوراکي مرستو ته هم اړتیا لري.
دستهګل، د کندهار اوسېدونکې، وایي: «زموږ ټول مهاجر در په در او خوار و زار دي. د ناروغۍ تر څنګ له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ یو. دلته غریبي او بېوسي خورا زیاته ده.»
په تېرو دوو کلونو کې په سلګونو زره افغان مهاجر له پاکستانه ایستل شوي چې لویه برخه یې د هېواد په جنوبي او جنوب لویدیځو ولایتونو، له ډلې په کندهار او هلمند کې ژوند کوي.
د دغو کسانو یو شمېر برخې د مهاجرینو په کمپونو کې له امو سره په خبرو کې روغتیایي خدماتو ته د نه کافي لاسرسي له امله شکایتونه کړي دي.
