په داسې حال کې چې د ښځو او نجونو لپاره د کار فرصتونه ورځ تر بلې محدودېږي، د بامیان ولایت په بېلابېلو برخو کې یو شمېر ښځې او نجونې د ژوند د لګښتونو پوره کولو او له خپلو کورنیو سره د مرستې لپاره خیاطۍ او د لاسي صنایعو تولید ته مخه کړې ده.
دوی وایي، د محدود بازار، د ملاتړ د نشتوالي او اقتصادي ستونزو سره سره هڅه کوي له دې لارې د خپل ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره د پام وړ درامد ترلاسه کړي.
صدیقه، چې یوه له دغو ښځو ده، وایي: «څلور تنه بېوسه او وزګار کسان له همدې لارې ډوډۍ خوري. په يوه کور کې دوه یا درې تنه همداسې کار کوي. د کار اوزار او جامو مزدوري یې له لسو تر دولس زرو پورې ده. دا کار د څلورو میاشتو په موده کې کوي؛ خو یو کس په یوازې سر نه شي کولای په څلورو میاشتو کې دا ټول کار خلاص کړي.»
د دغو ښځو ډېری برخه وایي چې د خپلو کورنیو سرپرستې دي او په زښت زیات زیار هڅه کوي چې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.
په بامیان کې یوه کارګره ښځه زهرا احمدي وایي: «زه په خپله د کورنۍ سرپرسته یم. څومره چې زیات زیار وباسئ، په هماغه اندازه پایله ترلاسه کوئ. د پسرلي په موسم کې زموږ عاید ډېر زیاتېږي، خو د ژمي په موسم کې کار او بار لږ کمېږي.»
ثریا ابراهیمي، چې په بامیان کې یوه بله کارګره ښځه ده، وایي: «د پسرلي په موسم کې کارونه ډېر او ښه کېږي، ځکه د رخصتیو په موسم کې خلک او سیلانیان ډېر راځي.»
بامیانۍ ښځې وایي چې د شته محدودیتونو او اقتصادي ستونزو سره سره هڅه کوي د خپلو وړتیاوو په کارولو سره د خپلو کورنیو د ژوند د لګښتونو په پوره کولو کې فعاله برخه واخلي.
