افغانستان

سوېډن له افغانستان سره ۵.۳ میلیون ډالره مرسته وکړه

د خوړو نړیوال سازمان اړوند عکس. آرشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی صندوق وایي چې د سوېډن حکومت دغه صندوق ته ۵۰ میلیون سوېډني کرون چې شاوخوا ۵.۲۶ میلیون ډالره کېږي، نوې مرسته کړې ده.

یاد صندوق د سوېډن له دغې تازه مرستې مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا مالي سرچینې به په افغانستان کې د سخت اقتصادي بحران او د بودیجې د کمښت په شرایطو کې پر بشري او پراختیایي پروګرامونو ولګول شي.

دغه صندوق په اېکس (X) شبکه کې لیکلي: «د سرچینو په یو ځای کولو او ګډې همکارۍ سره موږ کولی شو لا زیاتو اړمنو ټولنو ته لاسرسی پیدا کړو او د یو باثباته راتلونکي په جوړولو کې د هغوی ملاتړ وکړو.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دا ځانګړی صندوق په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته رامنځته شو، ترڅو نړیوالې مرستې د طالبانو تر ادارې لاندې بنسټونو له تېرېدو پرته، د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې نېغ په نېغ د افغانستان خلکو ته ورسیږي.

دا صندوق په افغانستان کې د لومړنیو خدماتو د وړاندې کولو، د معیشت د فرصتونو د رامنځته کولو، خوراکي امنیت، د ټولنې د ثبات او د ښځو د پیاوړتیا له پروژو څخه ملاتړ کوي.

سوېډن د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له افغانستان سره یو له اصلي بشري مرستندویانو څخه پاتې شوی او د طالبانو له سیاسي انزوا سره سره یې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

دا مرسته په داسې حال کې اعلانېږي چې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو په وار وار د افغانستان د بشري بحران د حل لپاره د بودیجې د جدي کمښت په اړه خبرداری ورکړی دی.

په ورته وخت کې، د ناروې د کډوالو شورا (NRC) هم په تازه ډول ویلي چې افغانستان په روان ۲۰۲۶ کال کې په نړۍ کې د تر ټولو کم‌بودجه لرونکو بشري بحرانونو په ډله کې دی او تر اوسه د اړتیا وړ بشري بودیجې له پنځمې برخې څخه هم کمه برخه تأمین شوې ده.

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې په روان زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ننه شاوخوا ۲۱.۹ میلیون وګړي بېړنیو بشري مرستو ته سخت اړتیا لري.