په نیویارک کې دوو ډیپلوماټیکو سرچینو آمو ته ویلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرش پرېکړه کړې چې د بنګلهدېش وګړې او ډیپلوماټه رباب فاطمه د افغانستان لپاره د دغه سازمان د راتلونکې ځانګړې استازې په توګه وټاکي.
د دغو سرچینو په وینا، که د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هېڅ یو غړی په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې له دې پرېکړې سره مخالفت ونکړي، دا ټاکنه به وروستۍ شي.
که دغه ټاکنه وروستۍ شي، رباب فاطمه به په یو خورا حساس پړاو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي یا «یوناما» مشري پر غاړه واخلي؛ دا په داسې حال کې ده چې امنیت شورا د دغه بنسټ ماموریت د یو بل کال لپاره غځولی او په ورته وخت کې یې د هغې د راتلونکو فعالیتونو او لومړیتوبونو د سټراټیژیکې بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
نوموړې به د قرغزستان د پخوانۍ ولسمشرې او د بهرنیو چارو وزیرې، روزا اوتونبایوا ځای ناستې شي، چې د یوناما د مشرې او د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه د هغې ماموریت د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې پای ته رسېدلی و.
له هغه وخت راهیسې، په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیالې، جورجټ ګانیون په سرپرست ډول د یوناما مشري کوله.
رباب فاطمه همدا اوس د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د لږ پرمختللو هېوادونو، وچې پورې تړلو پرمختیايي هېوادونو او د کوچنیو ټاپوګانو لرونکو پرمختیايي هېوادونو لپاره د دغه سازمان عالي استازې ده.
هغه په ملي او نړیوالو عامه خدماتو کې له ۳۰ کلونو څخه زیاته تجربه لري او د ډیپلوماسۍ، پالیسۍ جوړونې، دادخواهی او د پروګرامونو د پلي کولو په برخو کې یې کار کړی دی.
فاطمه په ملګرو ملتونو کې د خپل اوسني موقف څخه مخکې، له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د بنګلهدېش سفیره او دایمي استازې وه.
هغې په دغه دوره کې په ۲۰۲۰ کال کې د یونیسف د اجرائیوي هیت مشري او په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د ښځو د بنسټ د اجرائیوي هیئت مشري پر غاړه لرله.
فاطمه په ۲۰۲۱ کال کې هم د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (UNDP)، د دغه سازمان د نفوس صندوق (UNFPA) او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدماتو د دفتر (UNOPS) د اجرائیوي هیئت مرستیاله وه.
هغه په ۲۰۲۲ کال کې د لومړنۍ ښځې په توګه د ملګرو ملتونو د سولې د ټینګښت کمیسیون د مشرې په توګه وټاکل شوه او همدا راز د دغه سازمان د عمومي اسامبلې د ۷۷مې ناستې یو له مرستیالانو څخه وه.
تمه کېږي چې د هغې ټاکنه په داسې شرایطو کې وشي چې یوناما د خپلو فعالیتونو او لومړیتوبونو د بیاکتنې پړاو ته داخله شوې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جون په ۱۵مه په متفقه توګه د یوناما ماموریت د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۱۷مې پورې تمدید کړ.
په دغه پرېکړه لیک کې همدا راز غوښتل شوي چې د یوناما فعالیتونه په سټراټیژیک ډول وڅېړل شي او د دې بیاکتنې رپوټ د ۲۰۲۷ کال د مارچ تر میاشتې وړاندې شي.
د دې بیاکتنې موخه په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره د یوناما د رول، لومړیتوبونو او د خپل ماموریت د پلي کولو د وړتیا ارزونه ښودل شوې ده.
د یوناما د ماموریت یو کلن تمدید وروسته له هغې وشو چې امنیت شورا د مارچ په میاشت کې د دغه بنسټ ماموریت یوازې د درېیو میاشتو لپاره غځولی و.
د روان زیږدیز کال په لومړیو کې د امنیت شورا د غړو د مذاکراتو پر مهال پر دې موضوع بحث وشو چې ایا د یوناما ماموریت په اوسنیو شرایطو کې لا هم واقعبینانه او په بشپړ ډول د پلي کېدو وړ دی او که باید د افغانستان تحولاتو ته په کتو د هغې لومړیتوبونه محدود یا بدل شي.
د یوناما په فعالیتونو کې سیاسي تعاملات، د بشري حقونو پر وضعیت څارنه، د ښځو او نجونو د حقونو لپاره دادخواهي او له نړیوالو او افغاني لورو سره همغږي شامل دي.
دا ماموریت د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې له مخ پر زیاتېدونکو ننګونو سره مخ شوی؛ په ځانګړي ډول په داسې شرایطو کې چې پر ښځو او نجونو محدودیتونه زیات شوي او د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکونکې هم د خپلو دندو ته د حاضرېدو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د نوې ځانګړې استازې ټاکنه، د څو میاشتو سرپرستۍ وروسته د یوناما دایمي مشري بېرته راژوندۍ کوي او د نهایی کېدو په صورت کې به رباب فاطمه له طالبانو سره د نړیوالو تعاملاتو په مرکز کې راولي؛ هغه هم په داسې وخت کې چې امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو د راتلونکي مسیر پر بیاکتنې بوخته ده.
