د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې ناچاودېدلي توکي او ماینونه لا هم د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند په جدي ډول ګواښي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او د مې میاشتې ترمنځ په هېواد کې د ناچاودېدلو توکو د چاودنو له امله د ۱۷۵ کسانو د مرګژوبلې راپورونه ثبت شوي دي.
اوچا زیاتوي چې په دغو قربانیانو کې ۷۵ سلنه یې ماشومان دي، چې د لوبو یا د وسپنې د راټولولو پر مهال د دغو توکو ښکار شوي دي.
اوچا په خپل راپور کې په افغانستان کې د ماین پاکۍ د پروګرامونو پر وړاندې د بودیجې کمښت ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د روان کال د جون میاشتې تر پایه، له اړتیا وړ ۱۴.۵ میلیون ډالرو څخه یوازې ۳.۶ میلیون ډالره بودیجه چمتو شوې ده.
په افغانستان کې د اوچا د اړیکو مشره، اولګا چروکو چې د هېواد ختیځو ولایتونو ته یې سفر کړی، وایي چې دا هیواد په نړۍ کې د ناچاودېدلو توکو د مرګژوبلې درېیم تر ټولو زیانمن هېواد دی او ۸۰ سلنه قربانیان یې ماشومان جوړوي.
د هغې په وینا، په ټول افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۵۰ تنه د دغو توکو د چاودنو له امله مړه یا ژوبل کېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) تر دې وړاندې هم په خپل راپور ویلي و چې افغانستان د ناچاودېدلو توکو د مرګژوبلې د کچې له اړخه په نړۍ کې درېیم ځای لري او لا هم په هېواد کې ماینونه او د جګړې پاتې شونې په پراخه کچه شتون لري.
یوناما دغه راز زیاته کړې چې ملګري ملتونه د ماین پاکۍ په برخه کې د غیردولتي موسسو د مالي ملاتړ لپاره هڅې کوي؛ ځکه دا بنسټونه هره ورځ د وژونکو توکو په پاکولو بوخت دي او عامو خلکو ته د خطراتو په اړه پوهاوی ورکوي.
د یوناما په راپور کې همدا راز راغلي چې په افغانستان کې د ناچاودو توکو ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي، چې ډېری وخت د لوبو پر مهال د دغو توکو ښکار کېږي.
اوچا پر نړیوالو مرستندویه ټولنو غږ کړی چې پدې برخه کې سمدستي او بېړنۍ مالي مرستې وکړي، ځکه د بودیجې نشتون د ماین پاکۍ چارې ټکنۍ کوي او په وینا یې، د مالي ملاتړ په چمتو کېدو سره د نورو افغانانو د ژوند د تلو مخنیوی کېدای شي.
