سوداګري

د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغی

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال او د ملي اقتصاد د وزیر «سریک ژومانګارین» په مشرۍ د دغه هېواد د یو لوړپوړي پلاوي د رارسېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت په ایکس شبکه کې لیکلي چې د دغه سفر اصلي موخه په کابل کې د «افغان-قزاق سوداګریز او اقتصادي فورم» جوړول او د قزاقستان د محصولاتو او تولیداتو د نندارتون پرانیستل دي.

په دغه پلاوي کې د قزاقستان د بېلابېلو سکتوري ادارو مرستیالان، د اقتصادي بنسټونو مسؤلین او د دغه هېواد د خصوصي سکتور ګڼ شمېر مخکښ استازي شامل دي، خو قزاقستان تر اوسه په‌دې اړه په رسمي ډول څه ندي ویلي.

دا سفر په‌دې وروستیو کې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ټرانزیټ، پانګونې، کرنې، خوراکي صنایعو او د لومړنیو توکو د چمتو کولو په برخه کې د دوو اړخیزو هڅو او د ګڼو سفرونو په دوام ترسره کېږي.

د سوداګرۍ وزارت ادعا کوي چې کابل ته د دغه لوړپوړي پلاوي راتګ د قزاقستان په سیمه‌ییز او اقتصادي سیاست کې د افغانستان اهمیت او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د دواړو لورو ګډه اراده ښيي.

د رپوټونو له مخې، تمه کېږي چې دا فورم او د محصولاتو نندارتون به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د حجم د زیاتوالي، د تجربو د تبادلې او د نوې پانګونې د جلبولو لپاره نوې لارې پرانیزي.

دا په‌دې داسې حال کې ده چې په تاشکند کې د منځنۍ او سویلې اسیا ترمنځ د سیمه‌ییزې نښلونې په تړاو د «ترمذ خبرو اترو» دویمه ناسته هم صادره شوې وه چې د طالبانو یو پلاوي په‌کې ګډون درلود.

طالبان په‌داسې حال کې له منځنۍ اسیا سره سوداګرۍ ته زور ورکوي چې د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، افغانستان د بحر له لارې خپلې ټولې ټرانزیټي لارې لکه د کراچۍ، جبل‌علي او عباس بندرونه په بشپړ ډول له لاسه ورکړي دي.

یادې خونې زیاته کړې چې په اوسني وخت کې افغان سوداګر د خوراکي توکو په ګډون نږدې ټول اساسي او لومړني اړین توکي د منځنۍ اسیا له خورا اوږدې او ګرانې لارې هېواد ته واردوي.

د ۱۴۰۴ کال د تلې په ۲۰مه، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله د تورخم او سپین‌بولدک کلیدي بندرونه وتړل شول؛ هغه لارې چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه به سوداګریز توکي لومړی کراچۍ ته او بیا د دغو دوو لارو هېواد ته رارسېدل.

د کراچۍ بندر له کابل څخه ۱۴۰۰ کیلومتره واټن لري چې په ۳ یا ۴ ورځو کې به یو کانتینر کابل ته رسېدو او تر ۲ زره ډالرو پورې لګښت یې درلود، خو د پاکستان لخوا د لارو د تړلو نږدې ۲۵۰ ورځې تېرېږي او دا بندیز لا هم دوام لري.