سوداګري

افغانستان د اوبو له لارې خپلې ټولې ټرانزیټي لارې له لاسه ورکړې دي

د سوداګریزو توکو د لیږد لاریو عکس، آرشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې هېواد د اوبو له لارې خپلې ټولې مهمې ټرانزیټي لارې لکه د پاکستان کراچۍ، د اماراتو جبل‌علي او د ایران عباس بندرونه په بشپړ ډول له لاسه ورکړي او اوس مهال افغان سوداګر نږدې ټول توکي د منځنۍ اسیا له لارې واردوي.

د سرچینې په وینا، له تېرو ۲۵۰ ورځو راهیسې د تورخم او سپین‌بولدک کلیدي لارې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله تړل شوي، چې له امله یې د کراچۍ له لارې د هېواد د سوداګریزو توکو لېږد بیخي په ټپه ولاړ دی؛ په داسې حال کې چې د کراچۍ لاره تر ټولو ارزانه او ګړندۍ وه او په ۳ یا ۴ ورځو کې به کانتینر کابل ته رسېدو.

بل لور ته، د اماراتو جبل‌علي او د ایران عباس بندرونه چې د افغان سوداګرو دویمه لاره وه، د ایران او امریکا-اسراییل ترمنځ د جګړې له امله د هرمز تنګي د بندېدو له کبله تړل شوي وو؛ خو د سوداګرۍ خونه هیله‌منه ده چې د ډونالډ ټرمپ او مسعود پزشکیان ترمنځ د بیګانۍ هوکړې په لاسلیک کېدو سره به د عباس بندر لاره بېرته پرانیستل شي.

د لارو د بندېدو له امله ان نړیوال سازمانونه د مرستو رسولو لپاره خورا اوږدې لارې وهي؛ د بېلګې په توګه، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د کراچۍ او جبل‌علي د بندېدو له کبله د افغان ماشومانو لپاره ۴۰۰ ټنه تقویه کوونکي بسکویټ د غونډې نړۍ په دورې وهلو، د ۹ هېوادونو په تېرېدو او د ۱۵ زره کیلومتره مسافت په وهلو سره له اندونیزیا څخه د منځنۍ اسیا له لارې افغانستان ته را رسولي دي.

اقتصادي کارپوه سیر قریشي وایي چې د منځنۍ اسیا لاره د بحر په پرتله ۱۵ تر ۲۰ ورځې زیات وخت نیسي او پر هر کانتینر ۲ زره ډالره اضافي لګښت راځي، چې د دغه ګرانښت بوج نېغ په نېغ د غوندې بېوزلو خلکو پر اوږو بار دی.

 په‌داسې حال کې چې د نړیوال بانک د نوي راپور له مخې، د طالبانو عواید د ولس پر سر د مالیاتو د زیاتوالي له امله ۵ سلنه لوړ شوي او په یوه میاشت کې ۲۰ ملیارده افغانیو ته رسېدلي دي.