د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د زمری ۵ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو د تېر یو کال د لاسته راوړنو د عامه کولو لپاره «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» تر نوم لاندې پروګرام له پیل سره هم‌مهاله، د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، خلکو ته د معلوماتو رسول د عامه پوهاوي او د منفي تبلیغاتو د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.

یو شمېر نورو طالب چارواکو هم په دې پروګرام کې خلکو ته د معلوماتو رسولو او د طالبانو د حکومت د لاسته راوړنو په منعکس کولو کې د رسنیو پر رول ټینګار وکړ.

خو د رسنیو فعالان وایي چې پر رسنیو سخت محدودیتونه او معلوماتو ته د لاسرسي ستونزې لا هم په افغانستان کې د خبریالانو د فعالیت مهمې ننګونې دي.