د ملګرو ملتونو ځانګړي صندوق په خپل کلني راپور کې خبرداری ورکړی چې په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې په افغانستان کې د بودجې د کمښت، د درملو د نشتوالي او د کارکوونکو د کموالي له امله د نشهيي توکو د درملنې شاوخوا ۸۰ سلنه مرکزونه تړل شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د تېر حکومت له سقوط وړاندې په هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې ۹۲ مرکزونو فعالیت درلود چې ۹ یې ځانګړي د ښځو او ماشومانو لپاره وو، خو په ۲۰۲۱ کال کې د سیاسي تحولاتو وروسته د نړیوالو مرستو پرې کېدو ډېری دا مرکزونه وتړل.
راپور کاږي چې د درملنې د مرکزونو تړل کېدو په هېواد کې د مخدره موادو زوړ بحران نور هم سخت کړی او په ورته وخت کې یې د ځوانانو ترمنځ د مصنوعي نشهيي توکو په ځانګړې توګه د ښېښې (متآمفتامین) د مصرف د زیاتوالي په اړه جدي خبرداری ورکړی دی.
یاد سازمان د طالبانو لخوا د روږدو کسانو د اجباري درملنې پر شېوې هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا ډول جبري درملنه ګټوره نه ده، د بېرته روږدي کېدو کچه یې لوړه ده او د بشري حقونو له معیارونو سره هم سمه نه ده.
په راپور کې راغلي چې په داسې وضعیت کې، د ملګرو ملتونو په ملاتړ د ۳.۱ میلیون ډالرو په ارزښت یوې پروژې په غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو کې د مخنیوي، درملنې او بیا رغونې خدمات وړاندې کړي دي.
د دغه پروګرام له لارې له ۲۰۲۴ کال راهیسې نږدې ۴۹ زره کسانو ته خدمات رسول شوي چې له ۳۷ زره څخه زیات کسان یې یوازې په تېر ۲۰۲۵ کال کې تر پوښښ لاندې راغلي دي.
ملګرو ملتونو په دغه راپور کې یادونه کړې چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې یې په غزني کې د سویل ختیځ زون په کچه د ښځینه روږدو کسانو د درملنې لومړنی ځانګړی مرکز پرانیست چې تر اوسه یې له ۲۳۰۰ څخه زیاتو ښځو ته بېلابېل روغتیایي او رواني خدمات وړاندې کړي دي.
خو راپور زیاتوي چې افغان ښځې لا هم د درملنې مرکزونو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو خنډونو سره مخ دي، ځکه د طالبانو لخوا د ښځو پر تګ راتګ او کار لګول شوي محدودیتونه د خدماتو رسول او ترلاسه کول دواړه سخت کړي دي.
دغه راز د بېرته روږدي کېدو د مخنیوي او د فقر د کمولو لپاره، د غزني، خوست او لوګر ۶۲۵ هغو کسانو ته چې نشه یې پرېښې وه، د چرګانو د روزنې، مالدارۍ او خیاطۍ په څېر د کوچنیو کاروبارونو په برخه کې معیشتي مرستې ورکړل شوې دي.
د راپور پر بنسټ، ۳۱۴۳ تنو ته تر درملنې وروسته مراقبتي خدمات وړاندې شوي چې ۸۰ سلنه یې یو کال وروسته بیا نشو ته ندي ګرځېدلي، ۱۱۰ تنه په حرفوي زده کړو او ۱۷۵ نور په کارموندنې بوخت شوي دي، خو په خوست او ځینو نورو مرکزونو کې لا هم د خونو او اسانتیاوو جدي کمښت شتون لري.
