بلخ ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست اعلان کړی، چې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې یوې مېرمنې په یو وخت کې پنځه غبرګوني ماشومان زېږولي دي.
د یاد ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغو نویو زېږېدلو کې درې نجونې او دوه هلکان شامل دي او ډاکټرانو د ټولو ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه او د ډاډ وړ بللی دی.
روغتیایي مسؤلینو زیاته کړې، د دغو پنځه غبرګونو ماشومانو مور هم له زېږون وروسته بشپړ جوړه ده او تر ځانګړې پاملرنې لاندې ده.
په خبرپاڼه کې د معلوماتو له مخې، دا مېرمن د بلخ ولایت د دولتاباد ولسوالۍ د «شینګلاباد» کلي اوسېدونکې ده، چې د لومړي ځل لپاره یې په یو زېږون کې پنځه ماشومان شوي دي.
