په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) په خپل نوي راپور کې اعلان کړی چې په هېواد کې د ګڼو جغرافيایي ننګونو او د نفوس د خپرېدو سربېره، نږدې ۸۷ سلنه واجد شرایط ولس د کرونا پر وړاندې په بشپړ ډول واکسین شوی دی.
یونیسف په خپلو تازه معلوماتو کې څرګنده کړې چې د افغانستان په څېر هېواد کې چې نفوس یې په لېرې پرتو او غرنیو سیمو کې خپور دی، هر وګړي ته د واکسین رسول خورا ستونزمن کار دی. خو د دغو ټولو حقیقي خنډونو سره سره، د واکسین د تطبیق په پروسه کې د پام وړ بریا ترلاسه شوې ده.
د دغه راپور تر ټولو مهمه برخه دا ده چې د واکسین په ترلاسه کوونکو کې تر نیمايي زیاتې ښځې او نجونې دي، چې دا په لېرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو د لاسرسي په برخه کې یو مهم پرمختګ ښيي.
یونیسف زیاته کړې چې په هېواد کې د کرونا واکسین د رسولو او تطبیق دغه لویه لړۍ د واکسین د نړیوال بنسټ «ګاوي» (Gavi) په مالي او تخنیکي ملاتړ مخې ته وړل کېږي.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې د ننګونو سره سره به د واکسین د رسولو دغه ګډې هڅې په بېلابېلو ولایتونو کې په بېساري ډول روانې وساتي ترڅو ټولنې د دغې ساري ناروغۍ له ګواښونو خوندي پاتې شي.
