سیاست

یوناما: له طالبانو سره د تعامل لپاره نور لومړیتوبونه مو هم مشخص کړي

د یوناما د بیرغ انځور

بلاخره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما د دوحې کاري ډلو له ناستو څخه د یوې اوونۍ په تېرېدو سره د دې ناستو په اړه اعلامیه خپره کړه او ټینګار یې وکړ چې د تعامل لپاره یې لا ډېر لومړیتوبونه پېژندلي دي.

د ملګرو ملتونو او طالبانو د کاري ډلو دویمه ناسته د چنګاښ په نهمه او لسمه د دوحې په قطر کې د خصوصي برخې او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخو کې د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.

خو د هېواد اوسېدونکي او د بشري حقونو یو شمېر فعالان بیا ټینګار کوي چې نړۍ په ځانګړې توګه ملګري ملتونه باید له طالبانو سره د افغانستان په تړاو له هر راز تعامل او نړیوالې ناستې په اړه د خلکو ګټې او بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

یوناما ویلي، د دې لړۍ په ناستو کې د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو ۲۶ غړیو هېوادونو او دغه راز طالب پلاوي او په دې برخه کې لسګونه متخصصو څېرو ګډون کړی و.

د یوناما اعلامیې ویلي، په دې ناستو کې د تعامل لپاره لا ډېر لومړیتوبونه پېژندل شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: «د دوو ورځنیو فعالیتونو ناستو د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او له نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې لپاره د ملاتړ لپاره هڅې په ګوته او د لا ډېر تعامل او عملي اقداماتو لپاره یې لومړیتوبونه وپېژندل.»

په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د مشرې له خولې راغلي چې په دې ناسته کې په ټولنه او اقتصادي چارو کې د ښځو او نجونو پر حیاتي رول ټینګار شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې او د یوناما مشره، رزا اوتونبایوا، وايي: «د افغانستان له خلکو څخه د لا ډېر ملاتړ او د تعامل لپاره د غوښتنو ترڅنګ دا ناستې له مهمو فرصتونو څخه وې چې له حاکمو چارواکو(طالبانو) سره د افغانستان د نړیوالو ژمنو او په ټولنه کې د ښځو او نجونو د مهم رول او دغه راز د هېواد د اقتصاد د بیا رغونې په تړاو بحث وشي.»

خو د هېواد اوسېدونکي ټینګار کوي چې نړۍ په ځانګړې توګه ملګري ملتونه باید له طالبانو سره د افغانستان په تړاو له هر راز تعامل او نړیوالې ناستې په اړه د بشري حقونو مسئله په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

د کابل یوه اوسېدونکې وویل: «د افغانستان په اړه په هر ډول ناسته کې، باید د افغان مېرمنو او انجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي.»

یوناما ویلي، د کاري ډلو ناسته د دوحې لړۍ د ناستو د تېر کال د جوړې شوې درېیمې هغې د پرېکړې او دغه راز د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواکې ارزونې پر اساس جوړه شوې وه.

خو له دې مخکې د تېر حکومت ځینو چارواکو ویلي وو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي خپلواکې ارزونې د افغانستان بېړني موارد له ځانه سره درلودل چې د افغانستان د خلکو لومړیتوبونه وو او د دوی په باور د هېواد هره مسئله باید د خصوصي برخې څخه د ملاتړ او له نشه‌يي توکو څخه د مبارزې برخې پورې محدوده نه‌شي.