طالبانو د ملګرو ملتونو د وروستي پرېکړهلیک په غبرګون کې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا پرېکړهلیک د دوی د استازي له شتون او له هغوی سره له سلا مشورې پرته جوړ شوی.
طالبانو ویلي چې دغه پرېکړهلیک په ځانګړي ډول د امنیت او بشري حقونو په برخه کې د ځینو هېوادونو د «فرمایش» له مخې چمتو شوی دی.
په دې اعلامیه کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند لهخوا خپره شوې، طالبانو ویلي چې د دې پرېکړهلیک د مسودې او تصویب پر مهال د دوی نظر نه دی غوښتل شوی، چې دا کار د دې پرېکړهلیک د پلي کېدو پر عمليوالي پوښتنې راولاړې کړې دي.
طالبانو ویلي، سره له دې، دوی به د دې پرېکړهلیک غوښتنې د اسلامي دین د لارښوونو او د هېواد ملي ګټو پر بنسټ و ارزوي او هڅه به وکړي چې د همکارۍ امکانناکې برخې پکې تشخیص کړي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په خپل ۷۹م ناسته کې د «افغانستان وضعیت» تر عنوان لاندې د پرېکړهلیک یو مسوده تصویب کړه، چې د آلمان، ایرلنډ او سویډن لهخوا وړاندې شوې وه. دا پرېکړهلیک د ۱۱۶ موافقو، ۲ مخالفو او ۱۲ ممتنعو رأیو سره تصویب شو.
یاد پرېکړهلیک، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړهلیکونو، د سرمنشي راپورونو، او د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د اسنادو پر بنسټ جوړ شوی، د افغانستان پر څو اړخیز او پېچلي بحران پراخ تمرکز لري.
د دې پرېکړهلیک مهم ټکي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د سازمانموندلي او اندېښنهناکه تبعیض وضعیت دی، چې د ملګرو ملتونو په وینا، د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي.
په پرېکړهلیک کې د طالبانو اقدامات د ښځو او نجونو پر وړاندې، له بېسابقه سختو الفاظو سره، «شدید، پراخ، سیستماتیک او مخ پر خرابېدونکي ظلم» بلل شوي دي.
د پرېکړهلیک په متن کې راغلي چې دا سیاستونه – چې پکې د ښځو او نجونو له زدهکړو بشپړه محرومي، د کار پر حق سخت محدودیتونه، په ملي او نړیوالو غیر دولتي بنسټونو کې د دوی د کار مخنیوی، او له کورونو څخه د هغوی د تګ راتګ محدودیتونه شامل دي – د «جنسیتي تبعیض» یو نهادینه او جوړښتیز سیستم رامنځته کړی دی.
