یو شمېر ښاریان او د بشري حقونو فعالان د روسیې لخوا د طالبانو په رسمیت پېژندل له افغانانو سره خیانت او په هېواد کې له بشري حقونو د ښکاره سرغړونو له پامه غورځول ګڼي.
د هېواد اوسېدونکي وايي چې طالبان هیڅ ولسي او قانوني مشروعیت نه لري، او د طالبانو هر ډول رسمیت پېژندنه د افغانانو د مشروع غوښتنو له پامه غورځول دي.
په ورته وخت کې، د ښځو اعتراضي غورځنګونو او د طالبانو مخالفو یو شمېر سیاستوالو او سیاسي ډلو د روسیې لخوا د طالبانو په رسمیت پېژندل له نړیوالو ژمنو سرغړونه او د خواشینۍ وړ بللې ده.