روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د کانګو تبې د خپرېدو خطر زیات شوی

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان دفتر ویلي، چې د وینې بهوونکي کانګو تبې د خپرېدو خطر په هېواد کې لوړ شوی، او له ښاریانو یې غوښتنه کړې چې روغتیایي تدابیر په جدي ډول رعایت کړي.

په دې پیغام کې ویل شوي، چې د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید حیوانات په پاکو، خلاصو ځایونو کې، چې د کورنیو له استوګن‌ځایونو لرې وي، حلال شي.

سازمان ټینګار کړی، چې هغه کسان چې د حیواناتو په حلالولو یا ورسره په تماس کې وي، باید له محافظتي وسایلو لکه دستکشو، ماسک او چپن څخه استفاده وکړي، تر څو د حیوان د وینې او بدن له مایعاتو سره له مستقیم تماس څخه ځان وساتي.

د کانګو تبه یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده، چې له حیوانه انسان ته او کله هم له انسانه انسان ته انتقالېږي، او په شدیدو مواردو کې د انسان د مړینې سبب کېدای شي.