سوداګري

ایران د پسرلي په ترڅ کې له ۴۰۰ زرو ټنو زیات توکي ګاونډیو هېوادونو ته صادر کړي

د ایران د مرکزي ګمرکونو عمومي رییس ویلي، چې د سږ کال پسرلي کې له ۴۰۰ زرو ټنو څخه ډېر ایراني توکي افغانستان، پاکستان، ترکیې، عراق او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.

د دې ایراني چارواکي په وینا افغانستان د دې هیوادونو په سر کې دی.

د ایران د مرکزي ګمرکونو عمومي رییس وايي چې د دې توکو ارزښت نږدې ۲۸۰ میلیون ډالرو ته رسیږي او ډیری پکې د شیشې، مایع ګاز، تېلو او لبنیاتو بېلابېل ډولونه شامل دي.