د آمو پښتو خبرونه ویډیوګانې

د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۱۲ – د ۸ بجو خبرونه

طالبانو د هېواد د ملکي هوایي چلند د پخواني مشر محمود شاه حبیبي د نیولو خبر رد کړ.

واشنګټن مخکې اعلان کړی وو چې محمود شاه حبیبي، د طالبانو د استخباراتو لخوا دوه کاله مخکې نیول شوی دی.

په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د محمود شاه حبیبي په اړه د معلوماتو لپاره تر پنځو میلیون ډالرو پورې انعام ټاکلی دی.

له دې سره، د طالبانو د سرچینو په ګډون، مخکې سرچینو امو ته تایید کړې وه چې محمود شاه حبیبي په کابل کې له نیول کېدو وروسته کندهار ته لیږدول شوی دی.