ورزش

د کرکټ نړیوال لوبڅار بسم الله جان شینواری د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

د افغانستان د کرکټ نړیوال لوبڅار بسم‌الله جان شینواری

د افغانستان د کرکټ نړیوال لوبڅار بسم الله جان شینواری د ورپېښې ناروغۍ له امله د دوشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۶مه) ومړ.

نوموړي په پېښور کې په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د نوموړي د مړینې د خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې نوموړی تل به مسکی و او د خیر ښېګڼې چارې به یې لومړیتوب وې.

ښاغلي شینواري د افغانستان په استازېتوب په لسګونه نړیوالو لوبو کې برخه اخیستي وه او د خپلې ښې لوبڅارۍ له امله یې ګڼې جایزې هم تر لاسه کړې وې.

د نوموړي مړینې په اړه د هېواد ګڼ شمېر کرکټ لوبغاړو خواشینې څرګنده کړې ده.