له پولیو خلاص افغانستان په نوم ادارې له هغو کورنیو چې له پاکستانه هېواد ته راستنېږي، غوښتي چې د کرښې پر سر د تګ را ترګ پرمهال خپل ماشومان واکسین کړي.
دغه اداره وايي، د دې غوښتنې موخه د ماشومانو د فلج کوونکي ویروس د بیا خپرېدو مخنیوی دی.
یادې ادارې دا پیغام د دوشنبې په ورځ پر اکس خپور کړی او له کورنیو یې غوښتي چې د افغانستان خاورې ته د ننوتو پر مهال د خپلو ماشومانو د واکسین ډاډ ترلاسه کړي.
په پیغام کې راغلي: «که غواړو زموږ ماشومان د فلج ویروس له خطره خوندي پاتې شي او دا ویروس نورو ته انتقال نه کړي، باید له پاکستانه د راستنېدو پر مهال واکسین شي.»
دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی، چې په پاکستان کې د ماشومانو د پولیو تازه پېښې ثبت شوي او له هغه ځایه افغانستان ته د دې ویروس د انتقال په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. افغانستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې لا هم پولیو ویروس پکې شته.
د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې تر اوسه په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي دي: یوه په بادغیس او بله په هلمند ولایت کې. د عامې روغتیا کارپوهان خبرداری ورکوي چې ناواکسين ماشومان او بېځایه شوي وګړي تر ټولو زیات له دې خطر سره مخ دي.
یاد کمپاین چې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له لوري ملاتړ کېږي، د سرحدي سیمو او زیانپېلو ټولنو کې د خونديتوب د کچې د ساتلو د پراخو هڅو یوه برخه ده. د واکسین ټیمونه د عمده پولو په تګراتګ ځایونو کې لا هم فعالیت کوي څو تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان له دې ویروسه واکسین کړي.
د «افغانستان عاري له فلج اطفال» ادارې له مېندې، پلرونو، د ټولنې له مشرانو او روغتیايي کارکوونکو غوښتنه کړې چې له دې هڅو سره همکاري وکړي.
