د آمو پښتو خبرونه ویډیوګانې

۱۴۰۴ د چنګاښ ۱۶ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال، شېرمحمد عباس ستانکزي غیابت له پنځو میاشتو واوښت.

که څه هم طالبانو له دې مخکې ادعا کړې وه، چې ستانکزی د تعطیلاتو لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی، خو اوس نږدې پنځه نیمې میاشتې کېږي، چې نوموړی په هېواد کې د طالبانو له غونډو او ناستو غایب دی او په اړه یې هېڅ انځور او راپور نه دی خپور شوی.

د طالبانو په شمول، باخبره سرچینو له دې مخکې آمو ته ویلي وو، چې شېر محمد عباس ستانکزي د طالبانو له مشر څخه تر سختې نیوکې وروسته د هېواد پرېښودو ته اړ شو.