روغتیا

له تنباکو پرته نړیواله ورځ؛ د روغتیا نړیوال سازمان وايي افغانستان کې د تنباکو کارونه د تنکیو ځوانانو منځ کې مخ پر زیاتېدو ده

 نن، د می ۳۱مه له تنباکو پرته نړیواله ورځ سره برابره ده. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د دې ورځې په مناسبت ویلي، چې په دغه هېواد کې د تنباکو کارونه، په ځانګړي ډول د تنکیو ځوانانو ترمنځ، مخ پر زیاتېدو ده.

دغه سازمان ویلي، چې په افغانستان کې له هر څلورو کسانو څخه یو یې تنباکو کاروي، چې تر ټولو زیات عام ډول یې نسوار یا د تمباکو بې‌دخاني بڼه ده.

له بلې خوا، یو شمېر افغانان چې تنباکو کاروي، مني چې حتا د دوی ماشومان د سږي ناروغیو سره مخامخ شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمیرو له مخې، هر کال له اتو میلیونو زیات کسان د تنباکو له امله رامنځته شوو ناروغیو لکه سرطان، د زړه او سږو ناروغیو له امله ژوند له لاسه ورکوي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د تنباکو لوګی له اووه زرو زیات خطرناک کیمیاوي مواد لري، چې ډېر یې زهري دي او ځینې یې سرطان‌زا دي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی، ډاکټر ادوین سالوادور، ویلي چې د ځوانانو، په ځانګړي ډول د تنکیو هلکانو ترمنځ د تنباکو کارونه زیاتېږي. نوموړي خبرداری ورکړی چې د تنباکو شرکتونو غولونکي تبلیغات خلک د دې مادې کارونې ته هڅوي او هغوی د فقر او ناروغیو لوري ته بیایي.

سربېره پر دې، یو شمېر افغانان چې تنباکو کاروي وايي چې د روغتیايي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

په دایکنډي ولایت کې حبیبه چې ۳۱ کلنه ده او درې ماشومان لري، له کلونو راهیسې د تنباکو له لوګي سره ژوند کوي. نوموړې وايي، چې دا عادت د میړه له وېرې پیدا شوی او اوس یې ماشوم د دوهم لاس لوګي له امله د سږو ناروغۍ لري.

حبیبه وايي: «میړه مې معتاد دی، کله چې قهر شو، یوه سیګریټ بلې پسې څکوي. بیا یې راته وویل: که غواړې زما حال درک کړې، ته هم څکه. ما هم شروع کړه، او اوس نهه کاله کېږي چې سیګریټ څکوم. زه او میړه مې دواړه ډېر سیګریټ څکوو. میړه مې هره ورځ دوه بستې او زه یوه بسته څکوم. دا کار سبب شو چې کوچنی مې د سږو ناروغي پیدا کړي. کله چې د ماشوم ساه اخیستل سخت شول، پوه شوم چې څه تېروتنه مې کړې. اوس غواړم چې دا عادت پرېږدم، خو دا لکه زهر زما بدن ته تللی، پرېښودل یې ګران دي، خو هڅه کوم.»

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت پخوا د روغتیا نړیوال سازمان په حواله ویلي و، چې ۲۷ سلنه خلک په منظم ډول تنباکو کاروي، چې له دې ډلې ۲.۷ سلنه یې ښځې دي.

روغتیايي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د تنباکو کارونه کولای شي د بدن په ټولو غړو منفي اغېز وکړي او د بېلابېلو ناروغیو د پیدا کېدو خطر زیات کړي.

د وزیر اکبر خان روغتون پخوانی رئیس، عبدالله احمدي، وايي: «تنباکو چې اکثره په سیګریټ او نسوار کې کارول کېږي، متأسفانه د انسان صحت ته ډېر ضرر لري. د بدن هره برخه چې مطالعه شي، د تنباکو د زیانونو لپاره تأسف باره معلومات لري، په ځانګړي ډول ششونه، زړه، معده، سترګې او نورې برخې. وروستۍ څېړنې ښيي، هغه کسان چې تنباکو کاروي، که کومه ناروغي ولري، د هغوی د درملنې پروسه ځنډېږي. نو هیله ده چې خلک د تنباکو له کارونې لاس واخلي تر څو ښه روغتیایي حالت ولري.»

افغانستان، د تنباکو د کورني تولید ترڅنګ، چې په ولایتونو لکه بلخ، کندز، ننګرهار او بغلان کې کېږي، لا هم د تنباکو د وارداتو له اصلي هېوادونو شمېرل کېږي. دغه واردات، په ځانګړي ډول سیګریټ، عموماً له هند، ترکیې او مولداوی څخه واردېږي.

د افغانستان د وارداتو د معلوماتو له مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر څخه د ۲۰۲۴ کال د اګسټ پورې، ټولټال ۱۱۷ محموله تنباکو وارد کړي چې د تېر کال پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د «اطلس تنباکو» څېړنیز مرکز چې د امریکا د سرطان ټولنه او د تنباکو ضد یوه روغتیایي اداره پکې شامل دي، راپور ورکړی چې هر کال په افغانستان کې له ۹ زرو زیات کسان د تنباکو له امله مري.