فرهنګ او هنر

د هرات هنرمندان: «صنعتي وارداتي آثارو» د اصیل خطاطۍ هنر ځای نیولی دی

د هرات یو شمېر خطاطان او خوشنویسان وايي، چې له ګاونډي هېواده د صنعتي لوحو واردات، د دوی پر کار منفي اغېز کړی دی. دغو خطاطانو چې څه موده مخکې په هرات کې د خطاطۍ او خوشنویسۍ د آثارو یو نندارتون هم پرانیستی و، وایي چې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي او د دوی له هنري فعالیتونو څخه باید هر اړخیزه ملاتړ وشي.

په څلور کونجه قابونو کې هر تورۍ او هره کلمه ځانته یوه بېله ځلا ورکوي. د قلم له ویر نیولې بیا د اور تر کنډوه پورې تګ یې د ښکلا نمونه دوه چنده کړې ده. دا د خواجه عبدالله انصاري په ټاټوبي، هرات ښار کې د خطاطۍ او خوشنویسۍ یو هنري نندارتون دی.

د ټولو سترګې دغو هنري ښکلاوو او ظرافتونو ته ګنډل شوې دي. خو د دغو ښکلو هنري آثارو خالقین بیا د خپل هنر له پیکه کېدو شکایتونه هم لري. د هرات د خطاطۍ ټولنه وايي، دوی هڅه کوي چې د خطاطۍ او خوشنویسۍ له هنري قابونو څخه د هېرېدو دوړه لرې وساتي.

د هرات د خطاطانو د ټولنې رییس، عبدالجلیل توانا، وايي: «په هرات کې موږ دولس استادان لرو، چې د دې ټولنې غړیتوب لري او له سلو ډېر زده کوونکي لرو چې د دې هنر په زده کړې بوخت دي.»

د اقتصادي ننګونو په منځ کې، د هرات خطاطانو او خوشنویسانو دغه نندارتون په خپل شخصي لګښت جوړ کړی دی، تر څو دغه هنر د هېرېدو له غباره لرې وساتي.

د خطاطۍ استاد او د نندارتون جوړوونکی، فرامرز سروري، وايي: «عمده ستونزه چې ټول هنرمندان، لکه خطاطان او نقاشان یې لري، هغه اقتصادي ستونزه ده. موږ له پنځو تر شپږو میاشتو پورې د دغه نندارتون د جوړولو لپاره زحمت وګاله، کار مو وکړ، کاغذ، رنګ او ټول شیان مو له خپل شخصي لګښته برابر کړل. په آخره کې شاید یوه تابلو هم خرڅه نه شي. که دولت (طالبان) دې برخې ته پاملرنه وکړي او زموږ څو هنري آثار وپېري.»

در یک‌سو نبود حمایت‌های همه‌جانبه و در سوی دیگر بازار گرم تابلوهای صنعتی وارداتی از چالش‌های بنیادی خطاطان و خوش‌نویسان در هرات دانسته می‌شوند.

له یوې خوا، د هر اړخیزه ملاتړ نشتوالۍ او له بلې خوا، د صنعتي لوحو د وارداتو ګرم بازار د هرات د خطاطانو او خوشنویسانو بنسټيزې ننګونې بلل کېږي.

خطاط، شریف احمد نوري، وايي: «ستونزه دا ده، چې زموږ ښار ته له بهرنیو هېوادونو کاپي لوحې واردېږي او دا کار په خواشینۍ سره چې د هرات د اصلي هنر مخه نیولې ده.»

خو هرات کې د طالبانو سیمه ییز چاوراکي ادعا کوي، چې د خطاطانو او خوشنویسانو د ملاتړ لپاره مشخص پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

له دې ټولو سره، د هغو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ چې د هنر په برخه کې کار کوي، واک ته د طالبانو تر راتګ وروسته، هېواد کې ټولو هنرمندانو ته فضا محدوده شوې، سربېره پر دې، پر هنري او کلتوري کارونو د طالبانو محدودیتونه، هنرمندان له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ کړې دي؛ تر دې چې یو شمېر هنرمندان د خپل کار او د هېواد پرېښودو ته اړ شوې دي.