فرهنګ او هنر

د احمد ظاهر ۸۰ مه کلیزه، د هغه تلپاتې غږ چې نیمه پېړۍ وروسته هم ژوندی دی

نن د افغانستان د نامتو هنرمند احمد ظاهر د زوکړې ۸۰مه کلیزه ده، چې د هغه د مړینې له نېږدې نیمې پېړۍ وروسته هم د هېواد دننه او بهر د موسیقۍ مینه‌وال د هغه سندرې په مینه اوري.

احمد ظاهر، چې د خپل ځانګړي غږ، شاعرانه انتخابونو او ځانګړي هنري انداز له امله د افغانستان د موسیقۍ په تاریخ کې افسانوي شخصیت بلل کېږي، د ۳۳ کلونو په عمر د ۱۹۷۹م کال د جون په ۱۴مه په سالنګ کې د یوې مرموزې پیښې له امله خپل ژوند د لاسه ورکړ.

د هغه د مرګ د څرنکوالي په رابطه بیلابیل نظریات مطرح دي،خو تر دې دمه کره او پوره معلومات نه دي وړاندې شوي.

د پام وړ خبره دا ده چې د هغه د زوکړې او مړینې ورځ یوه ده.

احمد ظاهر په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د افغانستان د غوره سندرغاړي لقب ګټلی و. که څه هم هغه په ځوانۍ کې له نړۍ ولاړ، خو د هغه هنري میراث او سندرې تر اوسه د افغان موسیقۍ له مهمو او اغېزناکو برخو څخه ګڼل کېږي.