فرهنګ او هنر

کاناډا کې مېشتو افغانانو د نوروز او اختر جشن ولمانځه

انځور- کاناډا کې هېندارې بنسټ لخوا د نورور او اختر جشن

په کاناډا کې مېشتو سلګونه افغانانو د هېندارې تعلیمي او ټولنیزې پرمختیايي موسسې په نوښت، په داسې حال کې د نوروز او کوچني اختر ګډ جشن ولمانځه چې په هېواد کې دننه پر دغه ډول کلتوري مراسمو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

دغه پرتمینه غونډه چې د انتاریو ایالت په وینډزر ښار کې جوړه شوې وه، د دغه ایالت له بېلابېلو سیمو څخه سلګونه افغانانو، ښځو، ماشومانو او د کاناډا ځايي چارواکو پکې ګډون کړی و.

د هېندارې موسسې مشر، غوث الدین فروتن د غونډې په پرانیستونکې وینا کې ټینګار وکړ چې دا ډول راټولېدنې یوازې د جشنونو لمانځل نه دي، بلکې په جلاوطنۍ کې د افغاني هویت او کلتور د ژوندي ساتلو یوه لار ده.

فروتن وویل: «موږ دلته د خپل کلتور، یووالي او هویت د ساتلو لپاره راټول شوي یو؛ هغه هویت چې زموږ په ژبه، کلتور او ګډو ارزښتونو کې څرګندېږي.»

 نوموړي په کاناډا کې پر مېشتو افغانانو غږ وکړ چې خپل ماشومان داسې وروزي چې هم کاناډا ته ګټور ثابت شي او هم یې له خپل پلرني وطن سره اړیکې ټینګې پاتې شي.

د دغه جشن یوه مهمه برخه د افغانستان د زړه د ناروغیو د لومړني تخصصي انسټیټیوټ بنسټ اېښودونکي، ډاکټر عصمت الله نایب‌خېل ستاینه وه. هېندارې موسسې ښاغلي نایب‌خېل ته د هغه د نه هېرېدونکو خدماتو په پار ستاینلیک ورکړ.

ډاکټر نایب‌خېل چې اوسمهال په وینډزر پوهنتون کې تدریس کوي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې په افغانستان کې پر نجونو د زده‌کړو بندیز لګېدلی، سلګونو افغان نجونو ته په انلاین ډول د طب په برخه کې وړیا زده‌کړې ورکوي.

په دغه غونډه کې د وینډزر ښاروالۍ کونسلر، انجېلو ماریناني هم ګډون کړی و. هغه په خپلو خبرو کې وویل چې په وینډزر کې افغان ټولنه او فرهنګ مخ په غوړېدو دی.

ماریناني زیاته کړه: «تنوع موږ پیاوړي کوي او نننۍ شپې همدا ثابته کړه.» دغه راز زکیه ضرابي، چې د غونډې بله ویناواله وه، افغان ټولنه د کاناډا د ځايي پرمختګ یو اساسي جز وبلله.

د غونډې په دویمه برخه کې د هېواد وتلي سندرغاړي، داود حنیف په خپلو ملي او کلتوري سندرو د محفل فضا بدله کړه. دغه جشن چې د شپې تر ۱۱ بجو یې دوام وکړ، په کاناډا کې د افغانانو ترمنځ د پیوستون او د وطن د یادونو د تازه کولو په هیله پای ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو کلونو کې له افغانستان څخه میلیونونه کسان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي، خو د هېندارې په څېر بنسټونه هڅه کوي چې د کلتوري پروګرامونو له لارې د کډوالو ترمنځ اړیکې او ملي ارزښتونه خوندي وساتي.

د هېندارې تعلیمي او ټولنیزې پرمختیا موسسه یو خپلواک بنسټ دی چې له تېرو نیږدې دوه نیمو لسیزو راهیسې په افغانستان او اوسمهال په کاناډا کې د افغانانو د لاسنیوي او کلتوري بډاینې لپاره فعالیت کوي.

دغه موسسه چې مشري یې د پېژندل شوي خبریال او مدني فعال غوث الدین فروتن پر غاړه ده، په لومړیو کې په افغانستان کې د زده‌کړو، د ځوانانو د ظرفیت لوړونې او بشري مرستو په برخو کې فعالیت پیل کړ.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته، هېندارې خپل فعالیتونه کاناډا ته وغځول او له تېرو درېیو کلونو راهیسې د اونتاریو په ایالت کې د افغان کډوالو د انسجام، کلتوري هویت ساتنې او ټولنیز ادغام لپاره کار کوي.