د ایران د سینما افغانه لوبغاړه نرګس هزاره، وايي چې له ایرانه د بېسنده افغان کډوالو له ایستلو ملاتړ کوي. نوموړې په یوه ټلویزیوني خپرونه کې وویل، بېسنده افغان کډوال باید ایران پرېږدي.
نوموړې په یوه ټلویزیوني خپرونه کې وویل، بېسنده افغان کډوال باید ایران پرېږدي.
هغې ویلي: «زه له ایرانه د ناقانونه مېشتو افغانانو د ایستلو ملاتړ کوم.»
هغې زیاته کړې: «وچ او لمدې یو ځای سوځي، زه په ایران کې زېږېدلې یم.»
ښاغلې نرګس هزاره ویلي چې د شوروي او مجاهدینو جګړې پر مهال کورنۍ يې ایران ته کډواله شوې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ ویلي، له جون میاشتې راهیسې شاوخوا ۴۵۰ زره افغانان له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي. د دغه سازمان په وینا، د کډوالو د راستنېدو لړۍ ځکه چټکه شوې، چې تهران هغو افغانانو ته چې قانوني اسناد نه لري، امر وکړ چې د جولای تر ۶مې باید له هېواده ووځي.
ایران د مې میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې بې اسناده افغانان باید تر جولای ۶مې پورې له هېواده ووځي – هغه اقدام چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغان کډوالو له ډلې، د ۴ میلیونو کسانو پر ژوند اغېز کولی شي.
