د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت وایی، چې هند له دغه وزارت سره ۱۱ هزار ډوزه واکسین مرسته کړې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په یادو واکسینونو کې ۵زره او ۵۰۰ ډوزه انفلونزا او ۵زره او ۵۰۰ ډوزه مننژیت واکسین شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو د راستیندو وروسته، د هېواد روغتیایی سکتور له جدی ستونزو او ننګونو سره مخ شو. طالبانو له پر شپږم پورته ښځینه تعلیم او تحصیل بندیز لګولی دی.
همدارنګه، د غبرګولي په درېیمه، د طالبانو تر ادارې لاندې د ازموینو ملي ادارې، د طبي عالي شورا یا د «اکزت ازموینې» د نوې دورې د نومليکنې له پيلېدو خبر ورکړ، خو په دغه ازموینو کې د انجونو ګډون په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.
د دې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د نومليکنې لړۍ به د جوزا تر لسمې نېټې پورې دوام وکړي. ورته مهال، یو شمېر هغه انجونې چې له کلونو راهيسې یې د طب په پوهنځیو کې زده کړې کړې دي، وايي چې له درېو کلونو راهیسې د طبي عالي شورا ازموینې ته د ګډون انتظار باسي، خو طالبان دوی ته د ګډون اجازه نه ورکوي.