سرچینې آمو ته وايي چې له تېرې ورځې راهیسې، د بدخشان د خاش ولسوالۍ د طالبانو او اوسیدونکو ترمنځ د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په سر په نښتو کې د یوې ښځې په ګډون څه کم ۱۵ کسان وژل شوي او نږدې ۶۰ نور اعتراض کوونکي ټپیان شوي دي.
په هغو انځورونو کې چې آمو ترلاسه کړي دي، لیدل کېږي چې د دې پیښې د یو ټپي کس پایواز طالبانو ته وايي هغه چمتو دی چې مړ شي ځکه چې د هغه لپاره هیڅ شی نه دی پاتې.
سرچینې زیاتوي چې طالبانو خاش ولسوالۍ ته ټولې لارې تړلي دي او د خاش ولسوالۍ په اوسیدونکو باندې د سخت فشار په راوستلو سره، هڅه کوي چې خلک دې ته اړ کړي چې د کوکنارو د کښت د بندیز امر ومني او د بشپړې کلابندۍ له لارې لاریونونه ودروي.
طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.