د آمو پښتو خبرونه ویډیوګانې

د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۹ – د ۸ بجو خبرونه

د دوحې د کاري ډلو ناسته، نن د طالبانو د اووه کسیز پلاوي په ګډون په قطر کې پيل شوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي آمو ته وایي، چې په دې ناسته کې تخنیکي کاري ډلې له نشه یي توکو سره د مبارزه او په افغانستان کې د خصوصي برخې د پراختیا موضوعات ارزوي.

یوناما زیاته کړې چې په ناسته کې، د غړو هېوادونو استازي، طالبان، ملي او نړیوال کارپوهان او ښځې برخه لري.