په مزارشریف ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې. دغه سیالۍ د «یاران ظریف» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پایلوبې په ترڅ کې «یاران ظریف» له «کوه نور» لوبډلې سره مخامخ شو، چې په پایله کې یاران ظریف لوبډلې د ۵-۱ ګولونو په توپیر سیالي وګټله او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.