د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې وچکالۍ په افغانستان کې کرنیز محصولات او کلیوالي معیشت سخت زیانمن کړی دی.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د سمنګان ولایت د ځینو کروندګرو مثال ورکړی چې لوی زیانونه یې ګاللي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې دوی حیاتي مرستې چمتو کوي خو د بحران د ژوریدو مخنیوي لپاره لا ډېر تمویل ته اړتیا لري.
