متحده ایالتونه

په ټکزاس کې د سېلابونو د تلفاتو شمېر ۸۲ تنو ته رسېدلی

د رویټرز انځور

د اسوشیټډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د امريکا د ټگزاس ایالت په «هیل کانټري» سیمه کې د سختو سېلابونو له امله  د تلفاتو شمېر ۸۲ تنو ته رسېدلی ده، چې له دې ډلې ۲۸ ماشومان دي.

همدا راز رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی، چې ټگزاس د کر ښار ښاروال، لری لیتا، ويلي چې یوازې په همدې ښار کې چې د سېلابونو مرکز بلل شوی، ۶۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. نوموړي زياته کړې چې له دغو قربانيانو څخه ۲۸ ماشومان دي.

د ټگزاس والي، ګرېګ ابيټ، د يکشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې ۱۰ نور کسان د دغه ايالت په نورو سيمو کې مړه شوي دي، او دا هم تایید کړه چې ۴۱ کسان لا هم ورک دي.

له دې سره هممهاله، د امريکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د پېښې له قربانيانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ويلي یې دي چې ښايي د جمعې په ورځ له دې سېلاب ځپلې سيمې څخه ليدنه وکړي. نوموړي زياته کړې چې د ده اداره له والي ابيټ سره په تماس کې ده.