ورزش

د ۲۰۲۵ منځنۍ اسیا جام د فوټبال په ګروپي پړاو سیالیو کې د افغانستان سیالان معلوم شول

د ۲۰۲۵ کال د منځنۍ آسیا ملتونو جام په ګروپي پړاو سیالیو کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې سیالان وپېژندل شول.

د هېواد ملي لوبډله؛ له ایران، تاجکستان او مالیزیا سره یو ځای په «بي» ګروپ کې ځای پر ځای شوې ده. د «بي» ګروپ سیالۍ به د تاجیکستان په کوربتوب ترسره شي.

د کافا ۲۰۲۵ سیالۍ به د اګست له ۲۹مې څخه پيل او د سپټمبر تر ۸مې نیټې پورې د ازبکستان او تاجکستان په کوربتوب ترسره شي.