د آمو پښتو خبرونه ویډیوګانې

د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۱۵ – د ۸ بجو خبرونه

په داسې حال کې، چې په افغانستان کې نن د محرم مراسم روان دي، له کابل، هرات، بلخ، بامیان او غزني څخه یو شمېر سرچينې آمو ته وايي، چې طالبانو سږکال د محرم پر مراسمو سخت محدوديتونه وضع کړي وو.

د دوی په خبره؛ طالبانو په ډېریو سیمو کې د محرم له مراسمو د انځور په اخیستلو بندیز لګولی دی. بلخوا، د محرم یو شمېر ویرکوونکي وايي، چې د طالبانو د محدوديتونو له امله سږکال د محرم د ماتم مراسم هغسې چې لازم وو، ترسره نه شول.

سربېره پر دې، په کابل کې دوه نورې سرچينې آمو ته دا هم تأييدوي چې له نن سهار، د محرم د لسمې ورځې له پیله، په ډېرو برخو کې مخابراتي او انټرنټي خدمات يا بند شوي وو يا هم محدود شوي وو.