منځنی ختیځ

د اسراییلو پوځ په یمن کې د حوثیانو پر هدفونو برید کړی

د اسراییلو د یوه جنګي الوتکې انځور

د اسراییلو پوځ وايي چې د دغه هېواد د هوايي ځواک الوتکو د یمن په حدیده، راس عیسی، الصلیف بندرونو او د راس الخطیب په برېښنایي فابریکه کې د حوثیانو پر هدفونو بریدونه کړي دي.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې له دغو بندرونو څخه د ایران د حکومت له‌خوا د وسلو د لېږد لپاره کار اخیستل کېده تر څو د حوثیانو له لوري د اسراییلو او د هغوی د متحدینو پر ضد عملیات ترسره شي..

په اعلامیه کې ټینګار شوی: «دا بریدونه د حوثیانو د ترهګر رژیم له خوا پر اسراییلو، د دغه هېواد پر وګړو او ملکي زیربناوو د پرلپسې بریدونو، په تېره بیا د بې‌پیلوټه الوتکو او ځمکنيو توغندیو د توغولو له امله ترسره شوي دي.»

تر اوسه د دغو بریدونو د تلفاتو جزئیات نه‌دي خپاره شوي. د یمن حوثیانو تر دې دمه په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

خو د اسراییلو پوځ زیاتوي، هغه هدفونه چې تر برید لاندې راغلي، دا ښيي چې د حوثیانو ترهګر حکومت له ملکي زیربناوو نه د نظامي موخو لپاره کار اخلي، او دا اقدام د ترهګرۍ یوه بڼه ده.

د اسراییلي پوځ په وینا، د دغو بریدونو په ترڅ کې د راس عیسی په بندر کې هغه سوداګریزې بېړۍ ته هم زیان رسېدلی چې «ګلکسي لېډر» نومېده او په نومبر ۲۰۲۳ کې د حوثیانو له خوا نیول شوې وه.