هلمند کې اقتصادي کړکېچ؛ خلک وایي د لومړنيو اړتياوو پوره کولو وس نه لري
د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د بازار په یوه څنډه کې لالا محمد د خوراکي توکو په پلور اخته دی، خو وایي چې د خلکو د بد اقتصادي وضعیت له امله، په کارونو کې یې چندانې خونده نشته. د هغه اندېښنه دا ده، چې د خوراکي توکو د بیې په ثابتوالي سره بیا هم خلک د توکو د اخیستلو توان نه لري او ډېره کمه سودا کوي.