منځنی ختیځ

اسراییل غزې ته د مرستو رسولو لپاره موقت اوربند اعلان کړی

په داسې حال کې چې په غزه کې بشري وضعیت مخ په خرابیدو او د لوږې کړکیچ په زیاتیدو دی، اسرائیلو د غزې په ځینو برخو کې هره ورځ لس ساعته ګرځبندیز اعلان کړی تر څو بشري مرستې د غزې خلکو ته ورسیږي.

په همدې حال کې اسرایلو د یکشنبې په ورځ غزې ته د مرستو رسولو لړۍ پیل کړه.

اسراییل اعلان کړی چې د بشري مرستو د رسولو په موخه به د غزې د تړانګې په ځینو برخو کې خپل پوځي عملیات په موقتي توګه ودروي.

داسې یو اقدام چې په غزه کې د نړیوالو فشارونو د زیاتوالي او د بشري ناورین له زیاتیدو وروسته ترسره کیږي.

د اسرائیلو پوځ وايي، دغه بند به هره ورځ د سهار له لسو بجو څخه د ماښام تر ۸ بجو پورې پلي کېږي. په برخو کې لکه موسي، دیر البلاح او د غزې ښار؛ هغه سیمې چې پوځي ځواکونه پکې فعال نه دي.

د مرستو د کاروانونو د خوندي تګ راتګ لارې هم په نښه شوي دي.

د یکشنبه په سهار ، د اوړو ، بوره او کین شوي توکو کڅوړې د هوا له لارې غزې ته واستول شوې. اسراییل دا اقدام د هغو هڅو یوه برخه ګڼي چې د غزې د خلکو د «قصدي لوږې» تورونه ردوي.

خو مرستندویه سازمانونه خبرداری ورکوي چې دا اقدامات کافي نه دي.
په عین حال کې ویل کیږي چې په غزه کې د لوږې بحران په شدت سره روان دی او په دې وروستیو ورځو کې د ماشومانو په ګډون یو زیات شمیر کسانو د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې له مې میاشتې راهیسې تر اوسه له زرو ډېر کسان د بشري مرستو د ترلاسه کولو پر مهال وژل شوي او لږ تر لږه ۱۲۷ کسان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.
په همدې حال کې د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې اعلان شوی وقفه باید د درملو او خوراکي توکو د سمدستي ننوتلو لپاره وکارول شي.
خو د بشري مرستو کاروانونه له اردن څخه غزې ته تللي او له مصر څخه لارۍ رفح ته ننوتلي دي.

دا په تیرو څو میاشتو کې لومړی ځل دی چې اسراییل غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو اجازه ورکوي.

تر اوسه پورې، مرستې یوازې د غزې د بشردوستانه بنسټ له لارې چې د اسراییلو او متحده ایالاتو لخوا پرمخ وړل کیږي، د غزې تړانګې د لوږې خلکو ته ویشل شوي دي. چې هره ورځ د لسګونو قربانیانو ادعا کوي.

له بلې خوا، په داسې حال کې چې په غزه کې بشري وضعیت مخ په خرابیدو دی، نړیوالو سازمانونو د ځمکې له لارې د مرستو د پراخیدو غوښتنه کړې ده.

خو د غزې په نورو برخو کې هم د اسراییلو بریدونه دوام لري.

الجزیرې خبر ورکړی، چې د نن ورځې په بریدونو کې ۴۳ کسان وژل شوي، چې ۲۹ کسان یې د مرستې په تمه وو.
اسراییلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.