ورزش

نبي عیسی‌خېل له ایرانه راستنېدونکو افغانانو سره یو میلیون افغانی مرسته کړې

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړی نبي عیسی‌خېل له ایرانه راستنېدونکو افغانانو سره د یو میلیون افغانیو مرستې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه مرستې د هغه خیریه بنسټ «نبي بنسټ» له لارې وېشل شوې ده.

ښاغلي عیسی‌خېل نن یکشنبه په خپل ایکس حساب کې لیکلي چې له یو شمېر راستنېدونکو کورنیو سره یې له نږدې لیدلي او د هغوی وضعیت یې «زړه بوږنونکی» بللی دی.

نوموړي ویلي: “دغه کورنۍ ستړې، سپک شوې دي او هېڅ شی له ځانه سره نه‌لري. موږ باید د افغانانو په توګه، په ځانګړي ډول سوداګر، د اړتیا پر وخت د خپل ولس ترڅنګ ودرېږو.”

هغه له ګاونډیو هېوادونو هم غوښتنه کړې چې له افغان مهاجرینو سره ناوړه چلند ته د پای ټکی کښېږدي. نوموړي زیاته کړې: «زه له خپلو ګاونډیو غواړم چې له افغانانو سره د بد چلند مخه ونیسي او له مهاجرینو سره د انسانیت پر بنسټ چلند وکړي.»