د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۳۱ – د ۸ بجو خبرونه

ځینې کورنۍ وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت لخوا په پلازمېنه کې د محرم نه درلودو او “د طالبانو د خوښې وړ حجاب” نه مراعاتولو له امله د ښځو او نجونو له نیولو وروسته، دوی په “اندېښمنونکې وېره” کې دي، او دا وېره د کابل په هر ګوټ کې احساس کېږي.

په ورته وخت کې، د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ، د طالبانو دا عمل “د جنسیتي ځپلو سیستماتیک پلي کول” وبلل او ټینګار یې وکړ چې نیول شوې ښځې او نجونې باید سمدلاسه خوشې شي.

طالبانو تازه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند ویلي وو چې له ښځو غوښتل شوي وو چې د دوی د خوښې وړ حجاب مراعات کړي، خو د نیول کېدو خبره یې رد کړه.