بشري حقوق

ایران دوه افغان وګړي اعدام کړي دي

د هرانا خبري آژانس راپور ورکړی، چې ایران دوه افغان وګړي د بیرجند په زندان کې اعدام کړي دي. دغه دواړه کسان د قتل په تور نیول شوي وو.

هرانا، چې په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو د شبکې خبري بنسټ دی، د اعدام شویو له ډلې د یوه کس هویت “نظیر محمد” ښودلی، خو د دویم کس بشپړ معلومات تر اوسه نه دي خپاره شوي.

یادې سرچینې ویلي، چې دا دواړه کسان د قتل تر نیول کېدو وروسته د ایران د جزایي محاکمو له لوري د اعدام سزا ته محکوم شوي وو.

د بیرجند زندان او نورو مسؤلو ادارو تر دې دمه د دغو اعدامونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

د دغو کسانو اعدام پر داسې مهال شوی، چې د ایران د بشري حقونو د فعالانو د شبکې د ۲۰۲۴ میلادي کال د کلني راپور له مخې، سږ کال لږ تر لږه ۹۳۰ کسان د دغه هېواد په زندانونو کې اعدام شوي دي. دا شمېر د تیرو ۱۲ کلونو په پرتله تر ټولو لوړ اعدامونه ګڼل کېږي. سره له دې، یوازې شاوخوا ۶ سلنه دا اعدامونه د حکومتي ادارو له خوا رسماً اعلان شوي، چې دا چاره د شفافیت د نشتوالي، پټ‌ساتنې او د قضایي نظام د بې‌پاسخۍ په اړه اندېښنې زیاتوي.

طالبانو تر دې دمه د دې پېښې په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. همدارنګه لا تر اوسه دا هم نه ده روښانه، چې د قربانیانو کورنیو ته له وړاندې خبر ورکړل شوی و، که نه.

د بشري حقونو سازمانونه تل پر ایران نیوکه کوي، چې د اعدام له مجازاته پراخ استفاده کوي، په ځانګړې توګه په هغه قضیو کې چې د عادلانه قضایي پروسې مشروعیت تر پوښتنې لاندې وي.