له کابل ښار څخه د خبریالانو لخوا اخیستل شوي انځورونه د ښځو په شتون کې کمښت ښیي؛ هغه کمښت چې د پلازمینې د یو شمیر اوسیدونکو په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د محتسبینو لخوا د ښځو او نجونو د نیولو او پوښتنو ګروېږنو وروسته رامینځته شوی دی.
ښځې وايي چې د پوښتنو ګرویږنو پرمهال سخت چلند، نیونې او د سپکاوي ژبې کارولو د کورنیو اندیښنه زیاته کړې او یو شمیر ښځې یې اړې کړې چې په کورونو کې پاتې شي.
