طالبانو د نیول شویو ښځو او نجونو ټولو کورنیو ته خبرداری ورکړی چې که چېرې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د محتسبینو لخوا د ښځو د نیولو په اړه معلومات خپاره کړي نو دوی ته به سخته سزا ورکړل شي.
یو شمیر نیول شوې ښځې آمو ته وایي چې طالبانو دوی د پیسو او ضمانت په بدل کې خوشې کړې او خبرداری یې ورکړی چې د دوی د خوښې خلاف هر ډول عمل به له سختې سزا سره مخ شي.
په ورته وخت کې، د پلازمینې یو شمیر اوسېدونکي وايي چې د امر بالمعروف محتسبینو له ښځو او نجونو پوښتنې ډیرې کړي دي، او په ځینو مواردو کې حتی د حجاب لاندې جامو پلټنه هم کوي.
